افغانستان
نږدې ۳۲۰۰۰ راستنیدونکو کډوالو ته نغدي او خوراکي مرستې وویشل شوې
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت د کورنیو ادارو سره د ۱.۷ ملیون ډالرو څخه زیاتو ارزښت لرونکو همکاریو دوه تړونونه لاسلیک کړل.
د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې همکارې ادارې به دا پیسې په هرات، بادغیس، فراه او کندهار ولایتونو کې ۳۱۹۰۹ راستنیدونکو ته د نغدو پیسو او خوراکي توکو د مرستې په ویشلو کې وکاروي.
دا تفاهم لیک د کډوالو چارو وزارت د مسلکي چارو مرستیال مولوي عبدالرحمن رشید او د ادارو د استازو ترمنځ لاسلیک شو.