نړۍ
لندن: په امریکا د تکیې دوره پای ته رسیدلې ده
د برتانیا صدراعظم کیر سټارمر د سې شنبې په ورځ (د سلواغه ٢٩ مه) په یوه وینا کې وویل چې موږ باید نوی واقعیت درک کړو او د امنیت لپاره په امریکا د تکیې دوره پای ته رسیدلې ده.
د برتانیا لومړي وزیر وویل: “اروپایي مشران باید نوی واقعیت وپیژني ترڅو د زاړه براعظم د امنیت ډاډمن کولو لپاره ګړندي حلونه ولټوي.”
سټارمر زیاته کړه: “په دې شیبو کې موږ باید په هغه نوي دور پوه شو چې موږ پکې یو او د خپل امنیت مسؤلیت په غاړه اخیستلو وخت راغلی او زموږ براعظم، اروپا او بریتانیا باید یو خوندي راتلونکی ولري.”