سپورت

د افغانستان کرکټ بورډ: افغانستان به د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي په سیالیو کې ګډون وکړي

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند وايي چې د هیواد د کرکټ ملي لوبډله، د تیر کال په اوږدو کې د دوامداره هڅو او روزنې له لارې، د ۲۰۲۵ کال د چمپینز ټرافي کې د ګډون لپاره په بشپړ ډول چمتو ده، چې ټاکل شوې سبا په پاکستان کې پیل شي.

دا سیالۍ، چې د چهارشنبې په ورځ، د کب په لومړۍ نیټه، ۱۴۰۳ کال کې په پاکستان او دوبۍ کې پیل کیږي او د روان کال د کب تر ۱۹مې نیټې پورې دوام کوي، د نړۍ د کرکټ اته غوره لوبډلې پکې برخه لري.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې د لومړي ځل لپاره دې ټورنمنټ ته لاره موندلې ده، په دوهم ګروپ کې د آسټرالیا، انګلستان او سویلي افریقا سره ځای پر ځای شوې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button