افغانستان
لوګر کې د ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د مرمرو د پروسس فابریکې فعالیت پیل کړ
د لوګر ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د مهمند مرمر او موزیک تولید او پروسس شرکت په نوم د مرمر ډبرو د پروسس او موزیک تولید فابریکې د ولایت په مرکز پل علم ښار کې د شاوخوا ۱۰ ملیون افغانیو په ارزښت فعالیت پیل کړی دی.