سیمه

په تهران کې د سیمه ییز امنیت په اړه د ایران، روسیې او افغانستان درې اړخیزه غونډه وشوه

د “سیمه ییز امنیت لیدلوری” په اړه یوه ځانګړې غونډه پرون (یکشنبه، د سلواغه ٢٨ مه) د تهران په علامه طباطبایي پوهنتون کې د ایران، روسیې او افغانستان د متخصصینو په ګډون ترسره شوه.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، دا غونډه د ایران د سولې مطالعاتو ټولنې، د روسیې د علومو اکاډمۍ او د کابل د سولې او پراختیا د څیړنې انسټیټیوټ لخوا په سیمه کې د امنیتي ننګونو او فرصتونو د څیړلو په موخه جوړه شوې وه.

د علامه طباطبايي پوهنتون رئیس شجاع احمد وند د سیمه ییزې پالیسۍ جوړونې په برخه کې د نویو لارو چارو د جوړولو لپاره د دریو هېوادونو ترمنځ علمي او فکري تعامل اړین وګاڼه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button