افغانستان
د پکتیکا امنیه قوماندانۍ: د پاکستاني جیټ الوتکو د بمبارۍ په اړه اوازې حقیقت نلري
د پکتیکا د پولیسو د قوماندانۍ د رسنیو دفتر په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې اوازې رد کړې چې ګواکې پاکستاني جیټ الوتکو د دې ولایت په برمل ولسوالۍ بمباري کړې ده.
د وزارت مطبوعاتي اعلامیه وايي چې د ترلاسه شویو دقیقو معلوماتو پر بنسټ، بمباري د خیالي کرښې په اوږدو کې، په شمالي او جنوبي وزیرستان سیمو کې ترسره شوې.