ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړي په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) د ماموریت د دوام په اړه یوه غونډه وکړي، چې اوسنی ماموریت یې د مارچ په ۱۷مه پای ته رسیږي.
په دې غونډه کې به د یوناما د ماموریت د دوام لپاره په دوو پلانونو بحث وشي: یو د جنوبي کوریا او متحده ایالاتو لخوا چمتو شوی و، او بل یې د چین او پاکستان لخوا.