افغانستان
امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عمومي رییس سره وکتل
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د سره صلیب د نړیوالې کمېټې له عمومي رئیس پییر کرهنبول سره وکتل.
په دې غونډه کې، ښاغلي متقي د سره صلیب نړیوالې کمېټې له افغانستان سره د مرستو ستاینه وکړه او له دې سازمان څخه یې وغوښتل چې په بهرنیو هیوادونو کې د افغان بندیانو د برخلیک په ټاکلو کې همکاري وکړي.
له بلې خوا، ښاغلي کرهنبول وویل چې که څه هم د ځینو هیوادونو لخوا زندانونو ته د دوی د لاسرسي بندیز د بندیانو د موندلو او د هغوی د کورنیو د خبرولو لپاره د بشري هڅو مخه نیولې ده؛ خو دوی به په دې برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.