سپورت
افغان لوبغاړو پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه وګټل
تمیم رحمان رحماني او حکم الدین عقید خپلو پاکستاني سیالانو ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډالونه وګټل.
د تکواندو فدراسیون اعلان کړی چې دغو دوو ملي لوبغاړو د آسیایي پرانیستې سیالیو په اووم پړاو کې خپلو پاکستاني سیالانو ته ماتې ورکړه او د افغانستان لپاره یې د سرو زرو دوه مډالونه ثبت کړل.
د اسیا اوپن اووم پړاو، چې د پاکستان په کوربه توب او د افغانستان ټیم پکې برخه لري، له څه مودې راهیسې روان دی.