پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د خیبر پښتونخوا حکومت افغانستان ته د دوو پلاويو د لیږلو پلان نهایی کړی دی.
د خیبر پښتونخوا د رسنیو سلاکار محمد علي سیف وویل چې لومړی پلاوی به د اسلامي امارت سره د خبرو اترو لپاره زمینه برابرولو لپاره واستول شي، او دوهم پلاوی به چې مشري یې د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور کوي، د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرضي ډیورنډ کرښې پورې اړوند برخو کې د ډیپلوماسۍ، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو په اړه له اسلامي امارت سره خبرې اترې وکړي.
خو د افغانستان د سرپرست حکومت چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.