نړۍ
د نوي ډیلي په ریل سټیشن کې د ګڼې ګوڼې له امله ۳۰ کسان مړه او ټپیان شوي دي
د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د اورګاډي په یوه تم ځای کې د ګڼې ګوڼې له امله د ۱۰ ښځو او ۳ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.
د رویټرز په وینا، دا پیښه تیره شپه هغه وخت رامنځته شوه کله چې خلک د مها کمب میلې په مذهبي جشن کې د ګډون لپاره پریاګراج ښار ته د سفر لپاره د اورګاډي په تمه وو.