د روسیې او امریکا ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره په سعودي عربستان کې خبرې پیل شوې
د امریکا او روسیې ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره خبرې اترې به ډېر ژر د سعودي عربستان په کوربه توب پیل شي.
که څه هم د روسیې د پلاوي جوړښت لا نه دی ټاکل شوی، خو رویټرز خبري اژانس د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې د مشر مایکل مک کول په حواله راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د منځني ختیځ لپاره د امریکا ځانګړی استازی سټیو ویټکوف به د امریکايي پلاوي برخه وي.
مککال وویل چې د دې خبرو اترو هدف دا دی چې د ډونالډ ټرمپ، ولادیمیر پوتین او ولادیمیر زیلینسکي ترمنځ د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو لپاره د لیدنې لپاره لاره هواره شي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي په میونخ کې د امریکا د مرستیال ولسمشر سره په لیدنه کې وویل چې هغه په سعودي عربستان کې دې خبرو اترو ته نه دی بلل شوی او ټینګار یې وکړ چې کیف د خپلو متحدینو سره له مخکینۍ مشورې پرته له روسیې سره خبرو اترو ته لیواله نه دی.