سیمه

سعودي عربستان د غزې د راتلونکي لپاره د بدیل پلان وړاندې کولو هڅې رهبري کوي

سعودي عربستان د عربي هېوادونو لخوا د بیړنیو هڅو مشري کړې ده ترڅو د غزې د راتلونکي لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پلان پر ځای یو بدیل پلان جوړ کړي، چې د فلسطیني اوسیدونکو څخه د غزې “پاکولو” غوښتنه کوي.

دا خبر د لسو باخبره سرچینو لخوا رویټرز ته ورکړل شوی.

ټاکل شوې ده چې لومړني پلانونه به د روانې میاشتې په وروستیو کې په ریاض کې د سعودي عربستان، مصر، اردن او متحده عربي اماراتو په ګډون سره په یوه غونډه کې بیاکتنه شي.

د پنځو سرچینو په وینا، چې له دې موضوع سره بلد دي، په وړاندیزونو کې د خلیجي هیوادونو په مشرۍ د بیارغونې فنډ رامینځته کول او د غزې له سیاسي مدیریت څخه د حماس د لرې کولو موافقه شامله کیدی شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button