سپورتویډیويي راپور
د بزکشي ټورنمنټ دریم فصل په مزار شریف کې د هیواد د سپورت چارواکو لخوا پرانستل شو
د مزار شریف د بزکشي ټورنمنټ دریم فصل د هیواد د فزیکي زده کړو او اولمپیک د عمومي رییس په شتون کې د ۱۳ ټیمونو په ګډون سره د ښار په مقیم بای څلورلارې کې پیل شو.
د دغو سیالیو د پرانیستې په مراسمو کې، چارواکو سپورت د یووالي سمبول وباله او ویې ویل چې د دې سیالیو د پیلولو هدف د دې دودیزې لوبې وده او د خلکو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.