افغانستان
عمري: د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بنسټیزو پروژو پلي کول مهم دي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې سازمان له عمومي رییس ریچارډ ټرینچارډ سره په هیواد کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ پروژو د پیل په اړه خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې، مولوي عطاءالله عمري د خلکو او په ځانګړې توګه د بزګرانو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره د بنسټیزو او پرمختیایي پروژو پلي کول مهم وبلل.
له بلې خوا، د خوړو او کرنې سازمان مشر د افغانانو د ملاتړ ژمنه کړې ده.