افغانستان
اسلامي امارت: یرغلګر باید په افغانستان کې د تیرو سلو کلونو له ناکامیو څخه زده کړه وکړي
اسلامي امارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د سلواغه د میاشتې ۲۶مه د هیواد په تاریخ کې یوه له خورا ویاړلو ورځو او د لوی خدای (ج) د شکر ادا کولو ورځ ګڼلې ده.
خبرپاڼه ټینګار کوي چې “تیري کوونکي” باید د تیرو سلو کلونو له ناکامیو او د افغانانو د جهاد له بریاوو څخه زده کړه وکړي او د دې هیواد د آزادۍ او خپلواکۍ پر وړاندې له هر ډول اقدام څخه ډډه وکړي.
اسلامي امارت دا هم یادونه کړې چې د افغانستان خلک باید د اسلامي یووالي او کلک هوډ په ساتلو سره د هر ډول “دسیسې په وړاندې هوښیار وي او خپل دین، عقیده او خپلواکي خوندي کړي”.
شپږ دېرش کاله وړاندې، د شوروي پوځ د څلوېښتمې فرقې قوماندان جنرال بوریس ګروموف د دوستۍ پل څخه تېر شو، او له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو پای اعلان یې وکړ.