افغانستان
تازه خبر: د ښار جوړونې وزارت په دروازه کې چاودنې یو کس وژلی او درې نور ټپیان کړي دي
د ښاري پراختیا او کور جوړونې وزارت ویاند محمد کمال افغان وايي چې نن (پنجشنبه، د سلواغه ٢٥ مه) له غرمې مخکې، یو ځانمرګی بریدګر چې غوښتل یې وزارت ته ننوځي، د ودانۍ په دروازه کې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شو.
ښاغلي افغان زیاته کړه چې د چاودنې له امله یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان شوي دي.