نړۍ
د امریکا دفاع وزیر د اوکراین د ورکو شویو سیمو بیرته نیول یو خیالي هدف بولي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګیس وايي چې د اوکراین بیرته خپلو ۲۰۱۴ کال څخه مخکې پولو ته ستنیدل یو “خیالي هدف” دی او په ناټو کې د هیواد غړیتوب د جګړې د پای ته رسولو لپاره حل لاره نه ده.
هغه په بروکسل کې د ناټو په سرمشریزه کې ټینګار وکړ چې د اوکراین له لاسه ورکړې سیمې بیرته ترلاسه کولو هڅې به یوازې جګړه وغځوي او زیانونه به زیات کړي.
ښاغلي هګزیت همدارنګه د ناټو پر متحدینو غږ وکړ چې د اروپا امنیت ته ډیر پام وکړي؛ ځکه چې، د هغه په وینا، امریکا ډیر مهم لومړیتوبونه لري، په شمول د خپلو سرحدونو خوندي کول او د “چینایي ګواښونو” سره مقابله.