افغانستان
داعش ترهګرې ډلې په کندز کې د ځانمرګي برید مسؤلیت ومانه
د داعش خراسان څانګې د سې شنبې په ورځ (د سلواغه ۲۳ مه) د کندوز ولایت په مرکز کې د برید مسؤلیت په غاړه واخیست، چې په کې پنځه کسان ووژل شول، په شمول د ملکي وګړو او د کابل بانک ساتونکي، اوه نور ټپیان شول.
د داعش پورې تړلې اعماق خبري اژانس ویلي چې په برید کې لسګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوي دي.