سیمه

د شهیدانو سید حسن نصرالله او هاشم صفی الدین د جسدونو د جنازې د مراسمو جزئیات اعلان شول

د مقاومت د مشر، د حزب الله د مرحوم عمومي منشي سید حسن نصرالله او د حزب الله د اجرایوي شورا د مرحوم رییس سید هاشم صفی الدین د جنازې د مراسمو دقیق وخت او ځای نن (سه شنبه، د سلواغه ٢٣ مه) د “زه په عهد یم” تر شعار لاندې اعلان کړ.

په اعلامیه کې دا هم اعلان شوی چې د حزب الله د عمومي منشي او د اجرایوي شورا د رییس د جنازې شاندار مراسم به د یکشنبې په ورځ (د کب ٥ مه) د سهار په ۱:۰۰ بجو د بیروت په کامل شمعون سپورټس کمپلیکس کې ترسره شي.

د حزب الله د شهیدانو د جنازې عالي کمېټې هم په دې اعلامیه کې له ټولو لبنانیانو وغوښتل چې په دې مراسمو کې ګډون وکړي.

د جنازې پروګرام به شاوخوا یو ساعت دوام وکړي او د حزب الله د عمومي منشي شیخ نعیم قاسم وینا به ورسره وي، او د شاوخوا ۷۹ هیوادونو خلک به په عامه او رسمي کچه په مراسمو کې برخه واخلي.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/17916

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button