افغانستان
امرخېل: د اسلامي امارت له راتګ وروسته، په لرې پرتو سیمو کې ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي
د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امرخېل وايي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، د هېواد په لرې پرتو سیمو کې شاوخوا ۳۵۰ نوي روغتیايي مرکزونه جوړ شوي دي.
د ښاغلي امرخیل په وینا، دا روغتیايي مرکزونه د هیواد په محرومو سیمو کې د خلکو لپاره روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي په موخه جوړ شوي دي.