نړۍ
د ناروې د کډوالو شورا د افغانستان په ګډون په ۲۰ هیوادونو کې خپل فعالیتونه وځنډول
د ناروې د کډوالو شورا وايي چې د امریکا د مرستو د ځنډیدو له امله یې د افغانستان په ګډون په ۲۰ هیوادونو کې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
شورا پرون (دوشنبه، سلواغه ٢٢ مه) په یوه بیان کې زیاته کړه چې په خپل تاریخ کې هیڅکله د داسې پریکړې کولو ته اړ نه دی ایستل شوی.
د بیان له مخې، په افغانستان کې د دې سازمان کارمندان اړ شوي چې هغو ښځو، نجونو او کورنیو ته مرستې ودروي چې لاهم د متحده ایالاتو د ګډوډ وتلو پایلې تجربه کوي.
د ناروې د کډوالو شورا د ژوند ژغورنې مرستې لپاره د ځنډول شوي مرستې څخه د متحده ایالاتو د معافیت هرکلی کړی، خو زیاته یې کړه چې شورا په دې معافیت کې شامله نه ده.
دا سره له دې چې د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلنډ مخکې افغانستان ته سفر کړی و او په ژمي کې یې د بشري بحران د خرابیدو خبرداری ورکړی و.