افغانستان

د سالنګ لویه لار په موقت ډول د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس په ایکس کې لیکلي چې د سالنګ لویه لاره، چې تېره شپه د واورې اورښت، توپانونو او د ژوند او ملکیت د زیان د مخنیوي لپاره د ټولو مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه، بیا پرانیستل شوې ده.

ښاغلي هغشناس زیاته کړه چې په سالنګ کې واوره اوري، او که چیرې طوفان بیا پیل شي، نو دا لاره به د هر ډول موټرو پر مخ وتړل شي.

هغه له مسافرو څخه وغوښتل چې په دې لاره د سفر پرمهال له احتیاط څخه کار واخلي.

اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/17892

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button