د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت د اسراییلو د صهیونیسټ رژیم د غزې له تړانګې څخه د فلسطینیانو د ایستلو پریکړه وغندله.
وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ټینګار کړی چې د خپلواک فلسطیني دولت د جوړولو ردول او له غزې څخه د فلسطینیانو د ایستلو ټینګار په کلکه غندي او دا عمل د نړیوالو منل شویو واقعیتونو سره په ښکاره تضاد کې ګڼي.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې ده چې د رژیم د لومړي وزیر نتنیاهو څرګندونې د نړیوالو منل شویو اصولو سپکاوی او د فلسطینیانو د مشروع حقونو څخه ښکاره سرغړونه ده.
د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې تر هغه چې اسراییل د فلسطیني ځمکو اشغال ته دوام ورکړي، سیمه به بې ثباته پاتې شي.