افغانستان
د کانونو وزارت: په افغانستان کې د ټاپي پروژې کار په چټکۍ سره روان دی
د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان وايي چې د ټاپي پروژې کار په افغان خاوره کې په چټکۍ سره روان دی.
د هغه په وینا، په دې پروژه کې ښکیل هیوادونه هڅه کوي چې ژر تر ژره یې بشپړه کړي.
خو هغه په افغانستان کې د دې پروژې د پرمختګ د سلنې په اړه څه ونه ویل.