په اسلام آباد کې د روسیې سفیر البرټ خوروف وویل چې مسکو د ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان د هڅو ملاتړ کوي او په دې برخه کې د اړینو مرستو چمتووالی لري.
د روسیې له تاس خبري اژانس سره په مرکه کې، هغه په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو د زیاتوالي په اړه د مسکو اندیښنه هم څرګنده کړه او ټینګار یې وکړ چې هیواد یې د دې امنیتي ګواښونو سره په مبارزه کې د اسلام آباد ملاتړ کوي.
خورف په مرکه کې وویل: “موږ د پاکستان او افغانستان سره د رغنده همکارۍ پیاوړتیا ته ژمن یو.”
خو هغه په دې اړه جزئیات ورنه کړل چې روسیه د ترهګرۍ پر وړاندې په مبارزه کې د دواړو هېوادونو ملاتړ څنګه کوي.