افغانستان
دوه ازبک سوداګر په افغانستان کې د عصري اوبو لګولو او کیمیاوي سرې په برخه کې پانګونې ته لیواله دي
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې ازبک سوداګرو احمد خاتمي او عبدالله اوسروویچ د دې وزارت له وزیر مولوي عطاءالله عمري سره په لیدنه کې په افغانستان کې د عصري اوبو لګولو او کیمیاوي سرې په سکتورونو کې پانګونې ته لیوالتیا ښودلې ده.
په ورته وخت کې، د کرنې وزیر د دوی د لیوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول همکارۍ ډاډ یې ورکړ.