نړۍ
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستان څخه د وتلو په اړه غور کېږي
د امریکا د دفاع وزیر پیټ هیګسټ ویلي دي چې وزارت به یې ډیر ژر له افغانستان څخه د امریکا د ګډوډۍ وتلو بیاکتنه وکړي ترڅو معلومه کړي چې په دې پروسه کې څه غلط شوي او ولې هیڅوک مسؤل نه دي ګڼل شوي.
هغه د پنټاګون له کارمندانو سره په یوه غونډه کې زیاته کړه چې “د دې بیاکتنې هدف غچ اخیستل نه دي، بلکې موږ غواړو چې پخوانۍ تېروتنې وپیژنو او په راتلونکي کې یې د تکرار مخه ونیسو.”