افغانستان
په جنوري کې له ۱۸۰۰۰ څخه زیات افغان کډوال له پاکستان څخه راستانه شوي دي
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې د روان کال په جنوري میاشت کې ۱۸،۳۰۰ افغانان له پاکستان څخه هیواد ته راستانه شوي دي.
دې سازمان په یوه راپور کې زیاته کړې چې د دې خلکو شاوخوا ۱۰۰۰ یې په زور له پاکستان څخه ایستل شوي دي. دا کسان په اسلام آباد او راولپنډۍ کې نیول شوي وو.
د دې راپور له مخې، د راستنیدونکو څخه له ۸۰۰ څخه کم یې ښځې او ماشومان وو چې مختلف اسناد یې درلودل.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ وايي چې دا شمېره د تیر کال (۲۰۲۴) په پرتله دوه چنده شوې ده.