افغانستان
دفاع وزارت: امریکا به ازبکستان ته سپارل شوې پوځي چورلکې افغانستان ته وسپاري
د هیواد د ملي دفاع وزارت په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې د ازبکستان لخوا متحده ایالاتو ته د ۷ پوځي چورلکو د سپارلو راپورونو په اړه غبرګون وښود او له هغوی یې وغوښتل چې افغانستان ته د دې چورلکو د بیرته راستنیدو په لاره کې خنډونه رامینځته نه کړي، بلکې افغانانو ته یې وسپاري.
خبرپاڼه دا هم زیاتوي چې دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده چې دا چورلکې د کوم دلیل لپاره متحده ایالاتو ته لیږدول کیږي. ځکه چې د افغانستان خلک حق لري چې له خپلو حقونو دفاع وکړي او غوښتنه یې وکړي، او ګاونډي هیوادونه هم باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.