افغانستانسیمهویډیويي راپور
حامد رضا احمدي: افغانستان د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري
په مزار شریف کې د ایران جنرال قونسل حامد رضا احمدي د ایران د اسلامي جمهوریت د انقلاب د بریا د ۴۶ کلیزې (د سلواغه) په مناسبت د بلخ ولایت له خبریالانو سره د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، “د خپلواکۍ، سولې او عادلانه ثبات، همغږۍ او رغنده تعامل، سیمه ییزتوب او له ګاونډیانو سره د اړیکو د جوړولو اصل زموږ په بهرني سیاست کې تر ټولو مهم لومړیتوبونه دي.”
ښاغلي احمدي زیاته کړه چې افغانستان د مذهبي، ژبني او کلتوري ورته والي له امله د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی ځای لري او اوس د ملیونونو افغان کډوالو کوربه دی.