نړۍ
د جرمونو نړیوالې محکمې د ټرمپ د کارمندانو پر وړاندې بندیزونه وغندل
رویټرز راپور ورکړی چې د جرمونو نړیوالې محکمې د خپلو کارمندانو پر وړاندې د امریکا بندیزونه غندلي دي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون (پنجشنبه، د سلواغه ١٨مه) د نړیوالې جنایي محکمې پر ټولو هغو کارکوونکو بندیزونه ولګول چې د امریکایي اتباعو یا اسراییلي اشخاصو په اړه په تحقیقاتو کې ښکیل دي.
ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې په جریان کې د نړیوالې جنایي محکمې پر کارمندانو هم ورته بندیزونه ولګول.