سیمهنړۍ

د ترکیې د پارلمان مشر: امریکا د افغانستان درس هېر کړی او غزې ته سترګې په لار ده

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو وروسته چې د امریکا د متحده ایالاتو د غزې د نیولو اراده یې څرګنده کړې، د ترکیې د پارلمان رییس وویل: “غزه د فلسطینیانو پورې اړه لري او تر پایه به د فلسطین برخه پاتې شي؛” “غزه ارزانه املاک نه ده چې ستاسو شرکتونو ته وپلورل شي.”

نعمان کورتولموس د چهارشنبې په ورځ (د سلواغه ۱۷مه) د ترکیې په پارلمان کې وویل: “هیڅ ځواک به نتانیاهو د خپلو جرمونو له مسؤل ګڼلو څخه ونه ژغوري.”

هغه زیاته کړه: “حتی د ټرمپ هڅې به هیڅ نتیجه ورنکړي. نتانیاهو او د هغه ډله به په نړیوالو محکمو کې مسؤل وګڼل شي.” “دا قتل عامونه، دا نسل وژنه، به د انسانیت لخوا مسؤل وګڼل شي.”

د ترکیې د پارلمان رئیس دا هم وویل: “هغه کسان چې ویتنام، افغانستان، عراق او هغه درسونه چې هلته یې زده کړي وو او هغه درسونه چې په غزه کې یې زده کړي وو هېر کړي دي، حق نلري چې منځنی ختیځ نوي بدبختۍ ته کش کړي؛” “په منځني ختیځ کې ټول خلک او حکومتونه به د داسې پریکړې مخالفت وکړي، او داسې پرمختګ به هیڅکله ونشي.”

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button