سیمه
د الاقصی جومات خطیب: موږ به د فشارونو په وړاندې مقاومت وکړو!
د الاقصی جومات خطیب شیخ عکرمه صبري د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د هغو څرګندونو په ځواب کې چې د فلسطینیانو د خپلې خاورې څخه د ایستلو په اړه یې کړي، وویل: “موږ به په خپل دریځ ټینګ پاتې شو، حتی که دا په درنه بیه هم راشي.”
هغه زیاته کړه: “دا د ګاونډیو هیوادونو مسؤلیت دی چې د دې فشارونو په وړاندې مقاومت وکړي او د امریکا فشار ته تسلیم نشي.”