افغانستان

افغان قاری په مصر کې د قرآن کریم په نړیواله سیالۍ کې دوهم مقام ترلاسه کړ

د مصر په عربي جمهوریت کې د قرآن کریم د حفظ او قرائت په نړیواله سیالۍ کې چې د ۳۳ هیوادونو د مشهورو قاریانو په ګډون ترسره شوه، د هیواد تر ټولو خوږ قاریان سید رشید کاظمي د قرآن کریم د تلاوت په برخه کې دوهم مقام ترلاسه کړ.

دا قرآني سیالۍ د مصر د لومړي وزیر او د پورټ سعید ښار د ولایت د ادارې تر څارنې لاندې ترسره شوې، او د اسلامي نړۍ د مشهورو مذهبي او علمي شخصیتونو په شمول د مصر مفتي اعظم، د حج او اوقافو وزیر، عالمان، د قرآن کریم استادان او لوی نړیوال قاریان ګډون کړی و،

د هیواد د تکړه قاریانو لخوا د دې مقام ترلاسه کول په نړیواله کچه د افغانستان د قرآني استعدادونو لوړ مقام ښیي او زموږ د ټولنې لپاره یو لوی ویاړ دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button