افغانستان
په هلمند کې د اسانه خدماتو مرکز پرانستل شو
د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د اسانتیاوو د رامنځته کولو او خلکو ته د عامه خدماتو د چټک وړاندې کولو په موخه، په هلمند ولایت کې د اسانه خدماتو مرکز پرانیستل شو.
دا اداره زیاتوي چې پلان لري چې په هیواد کې د اسان خدمت څانګو شمیر زیات کړي ترڅو خلکو ته ګړندي، پر وخت او متوازن خدمات وړاندې کړي.