افغانستان
ملا عبدالغنی برادر له یوناما څخه پراختیایي سکتور لپاره د مرستو د لګولو غوښتنه وکړه
د اقتصادي چارو مرستیال د لومړي وزیر له یوناما څخه وغوښتل چې په افغانستان کې د پراختیایي سکتور په برخه کې د مرستې په ورکولو سره د خلکو لپاره د کار فرصتونه برابر کړي.
د اقتصادي چارو مرستیال دفتر د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، اندریکا راتواټ له ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې وویل چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ماموریت به د اسلامي امارت سره په همغږۍ کې بشري او پرمختیایي مرستې وکړي، راستنیدونکو ته اسانتیاوې برابرې کړي او خصوصي سکتور او بزګران دوام به ومومي ملاتړ به وکړي.