امریکا کډوال هاندوراس او پیرو ته وشړي
رویټرز خبري اژانس د دوو امریکایي چارواکو په حواله چې د نوم نه ښودلو په شرط یې خبرې کولې، راپور ورکړی چې د امریکا پوځي الوتکو د اونۍ په پای کې توقیف شوي کډوال هاندوراس او پیرو ته لیږدولي دي.
که څه هم راپور دا نه وايي چې څومره نیول شوي کډوال هانډوراس او پیرو ته لیږدول شوي، خو ویل شوي چې د پوځي الوتکو په واسطه د دغو کډوالو لیږدول د امریکا حکومت لپاره تر ټولو ګران انتخاب دی.
د راپور له مخې، تېره اونۍ ګواتیمالا ته د توقیف شویو کډوالو د شړلو لپاره الوتنې د هر کډوال لپاره ۴،۶۷۵ ډالر لګښت درلود.
هغه لګښت چې د ټرمپ اداره یې اوس مهال د هر کډوال د شړلو لپاره په پام کې نیسي، د ټیکساس له ایل پاسو څخه د امریکایی هوایی شرکت د لومړي ټولګي د یو طرفه ټکټ د لګښت څخه پنځه چنده ډیر دی؛ اوس مهال، په دې هوايي شرکت کې د هر ټکټ بیه $853 ده.
د متحده ایالاتو څخه د مهاجرینو د ډله ایز اخراج وروسته، د متحده ایالاتو د دفاع وزیر پیټ هیګسیټ هم نن (دوشنبه، سلواغه ١٥ ) د مکسیکو سره د متحده ایالاتو پولې ته د غیرقانوني مهاجرت په وړاندې د پیاوړتیا لپاره سفر کوي.