نړۍ

د اسراییلو صدراعظم واشنګټن ته ورسېد

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې د اسراییلو صدراعظم بنیامین نتانیاهو د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د لیدنې لپاره واشنګټن ته سفر کړی دی.

نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې د نتانیاهو الوتکه د یکشنبې په ماښام، د فبروري په دوهمه، په سیمه ایز وخت واشنګټن ته نږدې د اندریو په هوايي اډه کې ښکته شوه.

په راپور کې دا هم ویل شوي چې د نتانیاهو د امریکا د سفر موخه په غزه کې د اوربند د موافقې او د اسراییلي بندیانو د خوشې کولو په اړه بحث کول دي.

د راپورونو له مخې ټاکل شوې ده چې هغه به د سې شنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې له ټرمپ سره وګوري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button