نړۍ
د امریکا په فلاډلفیا کې د یوې کوچنۍ الوتکې د لوېدو له امله ۶ کسان وژل شوي دي
په فلاډلفیا کې د لارجیټ ۵۵ هوايي امبولانس الوتکه نسکوره شوه، چې ګڼ کورونه او موټرونه یې وسوځول او شپږ کسان یې ووژل.
د الوتکې د پاتې ویډیوګانو د بیاکتنې پر بنسټ، دا تایید شوې چې الوتکه د لیرجیټ ۵۵ وه او د جیټ ریسکیو هوایی امبولانس شرکت پورې اړه لري، او د پیښې لامل لا تر اوسه نه دی ټاکل شوی.
د فلاډلفیا د سیمه ییزو چارواکو په وینا، د الوتکې د غورځېدو د دقیق لامل د معلومولو لپاره نورې پلټنې روانې دي.
اړونده ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ.
https://t.me/SafirTelevision1/17512?single