د ناروې د کډوالو شورا مشر جان ایګلند له اې اېف پي سره په مرکه کې ویلي چې د اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته، نړیوالې ټولنې د افغانستان خلک له پامه غورځولي دي.
هغه د افغانستان سره د نړیوالو اړیکو د نشتوالي په اړه نیوکه وکړه او ویې ویل چې د اروپایي هیوادونو څخه یوازې یو لږ شمیر استازي هیواد ته سفر کوي.
ایګلنډ ټینګار وکړ چې د اروپایي هیوادونو ډیپلوماتان او چارواکي باید کابل او کندهار ته سفر وکړي او د ښځو او نجونو د حقونو لپاره کار وکړي.
هغه زیاته کړه: “په پاریس، کوپنهاګن یا اوسلو کې د نورو غونډو جوړولو ته اړتیا نشته؛” “افغان ښځې اړتیا لري چې موږ په افغانستان کې له دوی سره ښکیل شو او د دوی د حقونو لپاره مبارزه وکړو.”