افغانستان
اسلامي امارت: د افغانستان ټولې وسلې او پوځي تجهیزات په کلکه خوندي دي
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي چې په افغانستان کې ټولې وسلې په بشپړ امنیت کې دي او هیڅوک اجازه نه لري چې له هغو څخه ناوړه ګټه پورته کړي.
ښاغلي فطرت دا څرګندونې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د هغو اندیښنو په ځواب کې وکړې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو لخوا پریښودل شوي وسلې او پوځي تجهیزات دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان پرون (چهارشنبه، د سلواغه ۱۰مه) ادعا وکړه چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی، او د هغه په وینا، په پاکستان کې ځینې ډلې له دې وسلو څخه د بریدونو ترسره کولو لپاره کار اخلي.