نړۍ
په هند کې د مذهبي مراسمو پر مهال لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي
هندي چارواکو ویلي دي چې د مها کمب په جشن کې چې په هیواد کې یو مذهبي مراسم دي او په ملیونونو خلکو پکې ګډون کړی دی، لږترلږه اووه کسان مړه شوي او لس نور ټپیان شوي دي.
د رویټرز په وینا، دا پیښه د چهارشنبې په ورځ (د سلواغه۱۰مه) د هند په شمالي ایالت اترپردیش کې رامنځته شوه او خلک د ګڼې ګوڼې له امله مړه شول.
د هندي چارواکو په وینا، د چټک عمل ځواک (RAF)، چې په هیواد کې د بحرانونو په وخت کې یوه ځانګړې څانګه بلل کیږي، د وضعیت کنټرول لپاره ځای پر ځای شوی او د ژغورنې هڅې روانې دي.