افغانستان
په نیمروز کې له ۱۶ ټنو څخه زیات مخدره توکي وسوځول شول
د نیمروز سیمه ییز چارواکي وايي چې له ۱۶ ټنو څخه زیات مخدره توکي چې په تیرو څلورو میاشتو کې کشف او ضبط شوي وو، د سیمه ییزو چارواکو په حضور کې وسوځول شول.
د نیمروز پولیسو د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي چې یو نیم ټنه مخدره توکي، چې پکې کرسټال میت، هیرویین، اپین او چرس شامل دي، او همدارنګه ۸ میلیونه زیکاپ او ټراماډول ټابلیټونه او ۱۵۰۰۰ لیتره تیزاب کشف شوي او د څلورو میاشتو په اوږدو کې ونیول شول او نن وسوځول شول.
د نیمروز سیمه ییزو چارواکو زیاته کړې چې د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې د مخدره توکو کښت، تولید، پیرود او پلور منع دی او له سرغړونکو سره به جدي چلند وشي.