سپورت
د افغانستان ملي لوبغاړی سید حسین موسوي د سعودي عربستان له التایي سره یوځای شو
سید حسین موسوي د سعودي عربستان د فوټسال غوره لیګ د روان فصل لپاره د الطای لوبډلې سره یو ځای شو.
موسوي، چې تېر فصل د الطای په لوبډله کې و، د روان فصل لپاره یې له لوبډلې سره خپل قرارداد بیا لاسلیک کړ او د فصل تر پایه پورې به سپینه جرسي واغوندي.