افغانستان

په جوزجان کې د ترافیکي پېښې له امله ۹ تنه مړه او ټپیان شول

د جوزجان ولایت د پولیسو د قوماندانۍ چارواکي وايي چې دا پېښه د دوشنبې په ورځ (د دوشنبه سلواغه ٨ مه ) د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د جوزجان-بلخ پر لویه لاره د دوو ګړندیو موټرو ترمنځ د ټکر له امله رامنځته شوه.

د جوزجان د پولیسو د قوماندانۍ ویاند عبدالستار حلیمي وویل چې په دې پېښه کې یو کس وژل شوی او اته نور ټپیان شوي دي.

د هغه په ​​وينا، د پېښې ټپيان په وخت د جوزجان ولايتي روغتون ته لېږدول شوي او ويل کېږي چې روغتيايي حالت يې ښه دی.

د یادونې وړ ده چې د موټر چلوونکو بې احتیاطي او د هغوی ډیر سرعت د دې پیښې لاملونه بلل شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button