افغانستاناقتصاد

د افغانستان مرکزي بانک ۲۵ میلیونه ډالر لیلاموي

د افغانستان مرکزي بانک اعلان کړی چې سبا (دوشنبه، سلواغه ٨ مه) به د افغانیو د ارزښت د ساتلو او ثبات لپاره ۲۵ میلیونه ډالر لیلام کړي.

مخکې له دې، د هیواد مرکزي بانک یوه مطبوعاتي اعلامیه خپره کړې وه چې د پیسو په بازارونو کې بدلونونه یې طبیعي او عادي پدیده بللې وه او ویلي یې وو چې د نرخونو، نقدیوالي او د هیواد د بهرنیو اسعارو اړتیاوو د پوره کولو لپاره به اړین اقدامات وکړي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د بیو ثبات او د افغانیو ارزښت ساتلو لپاره کافي مالي سرچینې لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button