سیمه

داعش په تخار کې د چینايي وګړي د وژنې مسؤلیت ومانه

د داعش ترهګرې ډلې د خراسان څانګې د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ چې د دې ډلې ځواکونو د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین ولسوالۍ په کټکاجر سیمه کې د چینایي اتباعو د لېږد موټر په نښه کړ.

تر دې مخکې، د تخار د پولیسو د قوماندانۍ د رسنیو د دفتر مشر محمد اکبر حقاني ویلي وو چې دا پېښه د ولایت د دشت قلعه په لاره کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې چینایي تبعه، چې “لي” نومیږي، د خپل ژباړونکي سره نامعلوم ځای ته سفر کاوه پرته له دې چې امنیتي چارواکو ته خبر ورکړي، او په دې پیښه کې بل چا ته زیان نه دی رسیدلی، پرته له هغه او د هغه ژباړونکي څخه.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button