د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د یوه راپور له مخې چې پرون خپور شو، د غزې په تړانګه کې شاوخوا ۹۲ سلنه کورونه چې د ۴۳۶ زره کورونو معادل دي، د اسراییلي یرغل له امله ویجاړ شوي او یا هم زیانمن شوي دي.
دغه راز د دغې سیمې ۹۰ سلنه اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي او د دغو کورونو د بیارغونې لګښت ۴۰ میلیارده ډالره اټکل شوی دی.