د ناروې د کډوالو د شورا مشر ایان ایګلند د ډونلډ ټرمپ لخوا د مرستو درې میاشتې ځنډول د اندېښنې وړ بللي دي.
نوموړي په ایکس کې لیکلي چې دا پرېکړه به د افغان ښځو او نجونو لپاره جدي پایلې ولري.
ایګلند زیاته کړه که د بهرنیو چارو وزارت استثناء ونه کړي، دوی به اړ شي چې جدي مرستې کمې کړي او د نجونو لپاره په ځانګړي پروګرامونو کې ښځینه کارکونکي له دندو ګوښه کړي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې یو اجرایوي فرمان لاسلیک کړ چې له مخې یې د امریکا بهرنۍ مرستې د ۹۰ ورځو لپاره وځنډول شوې.